د مهاجرينو چارو وزارت او درې موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

anwari_morr
Wed, Aug 30 2023 3:55 PM

      د ۳۴۲ زره ډالرو په ارزښت درې هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت او د هيات معاونت بين المللي، خيريه بشري او انکشاف  اجتماعي او اقتصادي موسسې ترمنځ  د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د هيات معاونت بين المللي موسسې سره د لاسلک شوي هوکړه ليک له مخې ياده موسسه به په بلخ  ولايت کې د ۱۶ زره  او۶۹۱ ډالرو په ارزښت يو زرو ۷۱۰   تنو ته په تخنيکي او مسلکي برخو کې روزنيز پروګرامونه پر لاره اچوي.

همدارنګه خيريه بشري موسسه به د لاسلک شوي هوکړه ليک له مخې  د ننګرهار ولايت په سرخرود او بهسود ولسوالیو کې د ۲ سوه او څلوېښت زره ډالرو په ارزښت يو زرو او۸۹۰ کورنيو ته د خوراکي توکو د برابرولو، نغدي پيسو، د سبزيجاتود تخم، روغتيا ساتنې، د ميندو او ماشومانو د ساتنې، کرونا ناروغۍ  او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي په برخو کې مصرفوي.

په همدې توګه د اقتصادي او اجتماعي پراختیا موسسه به د ۸۵ زره او۳۱۰ ډالرپه هرات ولايت کې ۱۳ زره او ۵۰۰ تنو ته د پېژند پاڼې د اهميت، د تولد کارت او د هغه د ترلاسه کولو په برخه کې مصرفوي.

     ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يادو موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS