د مهاجرينو چارو وزات مسلکي مرستیال د بلخ والي سره وليدل

anwari_morr
Mon, Aug 07 2023 9:21 AM
-

د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او مل پلاوي د بلخ ولایت له والي  حاجي محمد یوسف وفا سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې لومړی د بلخ والي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په ياد ولایت کې يې د مهاجرينو په برخه کې  يو لړ شته ستونزې له ښاغلي راشد سره شریکې کړې.

په ناسته کې دواړو لوریو  په بلخ  ولایت کې راستنېدونکو، داخلي بېځایه او اړمنو کورنیوته د سرپناه جوړولو، بشري مرستو رسولو او نورو اړینو موضوعاتو خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده، چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد  او ورسره پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې دمهاجرينو په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د برسۍ په موخه دمهاجرینو له ګڼ شمېر استازو، د مهاجرينو  او په دغه ولایت کې د مهاجرينو له ښارګوټو څخه له نږدې ليدنه وکړي او دحل په برخه کې به یې لازمې کړنې تر سره کړي.

آنځورونه د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلومات مرکز

Latest news

BACK TO NEWS