د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د فاریاب ولایت د چارواکو سره ليدنه وکړه

anwari_morr
Sat, Jul 29 2023 2:57 PM
ـ


د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت له والي مولوي شعیب رسالت سره ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په دغه ولایت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو پر ستونزو او دوی ته د بشري مرستو پر وېش خبرې وشوې.
مسلکي مرستیال د مرستندويه بنسټونو د فعاليتونو په اړه وويل، موسسې د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې فعالیتونه ترسره کړي او بیدون د هوکړې  د فعالیتونو اجازه نه لري او د ولایت مسؤلين باید د موسسو سره په ناستوکې دا موضوع جدي مطرح کړي.
راشید زیاته کړه، د مهاجرینو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې د ظهیرالدین محمد بابر او رسالت په نومونو د مهاجرینو لپاره دوه ځانګړي ښار ګوټي لري او موږ د دغه ولایت له چارواکو او مسوولینو څخه غوښتنه کوو، چې د یادو ښارګوټو  ځمکې چې د غاصبینو له خوا غصب شوې دي بېرته واخلي او غاصبین عدلي او قضايي ادارو  ته ور وپېژني.
د فاریاب والي په دغه ولایت کې د مهاجرینو چارو وزارت د پلانونو او تر سره شوو کړنو ستاینه وکړه په دغه ولایت کې یې د وزارت د پلانونو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې یاد ښار ګوټي به د غاصبینو له  منګولو خلاصوي.
په دغه لیدنه کې مرستیال والي مولوي ارشاد او د استخباراتو رييس مولوي نعمت الله نوراني هم شتون در لود.
د ویلو ده، چې د وزارت مسلکي مرستيال د یوپلاوي په مشرۍ د ولايتي ریاستونو د کړنو د ارزونې  او د بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت د څېړلو موخه د هېواد یوشمېر شمالي ولایتونو ته په سفر تللی.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS