د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د فاریاب ولایت د چارواکو سره ليدنه وکړه
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت له والي مولوي شعیب رسالت سره ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په دغه ولایت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو پر ستونزو او دوی ته د بشري مرستو پر وېش خبرې وشوې.
مسلکي مرستیال د مرستندويه بنسټونو د فعاليتونو په اړه وويل، موسسې د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې فعالیتونه ترسره کړي او بیدون د هوکړې د فعالیتونو اجازه نه لري او د ولایت مسؤلين باید د موسسو سره په ناستوکې دا موضوع جدي مطرح کړي.
راشید زیاته کړه، د مهاجرینو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې د ظهیرالدین محمد بابر او رسالت په نومونو د مهاجرینو لپاره دوه ځانګړي ښار ګوټي لري او موږ د دغه ولایت له چارواکو او مسوولینو څخه غوښتنه کوو، چې د یادو ښارګوټو ځمکې چې د غاصبینو له خوا غصب شوې دي بېرته واخلي او غاصبین عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژني.
د فاریاب والي په دغه ولایت کې د مهاجرینو چارو وزارت د پلانونو او تر سره شوو کړنو ستاینه وکړه په دغه ولایت کې یې د وزارت د پلانونو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې یاد ښار ګوټي به د غاصبینو له منګولو خلاصوي.
په دغه لیدنه کې مرستیال والي مولوي ارشاد او د استخباراتو رييس مولوي نعمت الله نوراني هم شتون در لود.
د ویلو ده، چې د وزارت مسلکي مرستيال د یوپلاوي په مشرۍ د ولايتي ریاستونو د کړنو د ارزونې او د بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت د څېړلو موخه د هېواد یوشمېر شمالي ولایتونو ته په سفر تللی.