د مهاجرت او بشري مرستو مسله بايد له سياسي مسايلو سره ونه تړل شي

sadam_morr
Sun, May 28 2023 1:10 PM
-

د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په کابل کې (۴۰۰) مستحقو ميرمنو ته د ښځو موسسې  څخه  د خوراکي توکو د وېش له امله مننه وکړه ويې ويل، مهاجرين او بېځايه شوي زموږ د ټولنې مظلوم قشر او د مرستو مستحق دي او کوربه هېوادونه او مرستدويه بنسټونه بايد د مهاجرت او بشري مرستو مسله له سياسي مسايلو سره ونه تړي او مرستې بايد له قيد او شر پرته وي.
ښاغلي حقاني د ملي او نړيوالو پانګوالو وغوښتل چې په هېواد کې د مناسبو شرايطو په پام کې نيولو سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا  د اقتصادي چارو د عامه اړيکو مرستيال مولوي عبدالرحمن خاورين د مرستو د وېش پرمهال وويل، په يادو (۴۰۰) ميرمنو کې چې مرستې ورسره کېږي يو شمېريې هغه ميرمنې دي چې د بېوزلۍ له امله سوال ته اړ شوې وې. 
د کابل ولايت د مهاجرينو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي  د مرستو د وېش  او روڼتيا په برخه کې او  
د ښځو لپاره د ښځو موسسې رئيس  فريد الدين نوري   د مرستو د وېش د دوام ډاډ ورکړ.

-

 

Latest news

BACK TO NEWS