د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال  او سرپرست  پر وخت  او د رڼو کړنو په ترسره کولو ټينګار وکړ

sadam_morr
Sun, Apr 30 2023 3:56 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال او سرپرست الحاج محمد ارسلاح خروټي د دغه وزارت مسؤلينو ته په خپلو خبرو کې پروخت د رڼو کړنو په ترسره کولو او د مراجعينو سره  پر ښه چلند ټينګار وکړ.
هغه د روژې مياشتې  او د کوچني اختر د ورځو د فضليت يادونه وکړه ويې ويل، چې د اختر د رخصتيو په تېرېدو سره د اداري چارو په ترسره کولو او د مراجعينو د کارونو په ترسره کولو کې ځنډ رامنځ ته شوی لازمه ده، چې  د ټولو برخو کار کوونکي دې د اړوندو چارو په پلي کېدو کې په پوره جديت سره کار وکړي او هم دې د الله د رضايت د ترلاسه کولو او د مراجعينو د خوشحالولو  په موخه دې د دوی کارونه په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کړي.

Latest news

BACK TO NEWS