د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست د (DRC) موسسې د عمومي رئيسې سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Wed, Apr 19 2023 12:05 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال  او د وزارت سرپرست  الحاج  محمد ارسلاح خروټي  د وري په ( ۳۰) مه د (DRC) موسسې له عمومي  رئيسې  جايس دلګيش سره  په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دغه دوه اړخيزه ناسته کې اغلې  د لګيشن  د فعاليتونو، لاسته را وړنو، په کاري سيمه کې د شته ستونزو او په افغانستان کې د يادې موسسې د پلي شوو پروژو په اړه مالي او اداري مرستيال ته معلومات ورکړل.
همدارنګه اغلې جايس دلګيش  ژمنه وکړه، چې په هغو سيموکې چې څو کاله وړاندې هلته  د نا امنيو له امله د بشري مرستو نا ممکين ول، د مرستو رسولو په برخه کې به همکاري وکړي.
ښاغلي خروټي  د اسانتياوو په رامنځ ته کولو، د ستونزو پر حل،  د همکارو ادارو سره د هغه پر شريکولو او د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS