پکتيا کې سلګونو کورنيو ته د مهاجرينو چارو د وزير په شتون کې د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
Mon, Apr 03 2023 9:20 AM
-

د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په پکتيا ولايت کې (۸۰۰) اړمنو کورنيو ته د مرستو د وېش د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.
يادې کورنۍ  چې څه موده وړاندې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د پکتيا ولايت د وزي ځدران ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، چې هرې کورنۍ ته د چين هېواد د رالېږل شوې  مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.
د مهاجرينو چارو وير د پکتيا ولايت د وزي ځدران ولسوالۍ اوسېدونکو ته د خبرو پرمهال  مستحقو هېوادوالو ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړ ويې ويل، هڅه کوو، چې مستحقې کورنۍ وپېژنو او مرستې پرې په شفاف ډول ووېشو.
هغه د خلکو څخه غوښتنه وکړه ،چې د سروې پرمهال دې د مهاجرينو چارو وزارت د ټيمو سره  د واقعي مستحقينو په پېژندلو او د فساد په مخنيوي کې همکاري وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS