د مهاجرينو چارو وزارت او (H L P) ګروپ ګډ ورکشاپ ترسره شو
د مهاجرينو چارو وزارت او (H L P) ګروپ ګډ ورکشاپ، چې پکې د (UN) هبيتات ، (UNHCR) او (NRC) استازي شامل و د کب په (۲۹) مه په انټر کانتيننتال هوټل کې تر سره شو.
په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د مهاجرينو د ښارګوټو تخنيکي ارزونه، له هغه څخه د چمتو شوي راپور او د هغو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې چې راتلونکې کې بايد د مهاجرينو په ښارګوټو کې پلي شي
وروسته د (UNHCR) دفتر استازي د ورکشاپ د موخو او د (NRC) دفتر استازي، چې د ياد ګروپ مشري يې هم په غاړه لره د ګروپ د دندو او مسؤليتونو په اړه معلومات ورکړل.
همدارنګه د هبيتات دفتر استازي د مهاجرينو چارو وزارت سره د مخکينو کړنو، د هرات ولايت د الطفات او سعادت ښارګوټي او د ښارګوټو د اوسېدو نکو په اړه معلومات ورکړل.
د ورکشاپ په بلې برخې کې د مهاجرينو چارو وزارت د انجينرۍ څانګې متخصصينو د مهاجرينو د ښارګوټو د تخنيکي ارزونې څخه چې د (PPA- 2022) پروژې له لارې يې ترسره کړې وه ، د خپلو لاسته راوړنو راپور ورکړ او د ښارګوټو د اوسېدونکو په اړه يې معلومات ورکړل.
په همدې توګه د راستنېدونکو رياست استازي د ځمکې د وېش پخواني فرمانونو او د ځمکې د وېش د نوې طرحې په اړه معلومات ورکړل او د هغه توپيرونه يې روښانه کړل.
د مهاجرينو چارو وزارت د برنامو ارشد مدير انجينر محمد اجمل د (۲۰۲۳) کال لپاره د پروژو د لومړيتوبونو، د ښارګوټو د فعاله ساتلو، د غوره عامه خدماتو د وړاندې کولو او د مرستندويه بنسټونو د همکاريو د جلبولو په اړه پرزينټيشن وړاندې کړ او ورکشاپ د مسلکي مرستيال په احتتاميه وينا پای ته ورسېده.
