د کډوالو چارو وزارت پناه غوښتونکو مرستيالې د سويډن له سفير سره وليدل
![پناه غوښتونکو مرستيالې د سويډن له سفير سره](/sites/default/files/2019-04/daktr_sahb_almh_2.jpg)
د کډوالو چارو وزارت پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټر عالمې د ترې سه شنبې په ورځ د غويي په ۳مه له غرمې مخکې په کابل کې د سويډن شاهي هېواد له سفير سره وکتل.
دغه ليدنه چې د پناه غوښتونکو مرستيالې په کاري دفتر کې تر سره شوه په کې يه سويډن د افغان کډوالو پر وضعيت او د هغوی د راستنېدنې پر تنظيم بحث او خبرې وشوې.
ډاکټر عالمه د افغانستان او سويډن د هوکړې د عملي کولو غوښتونکې شوه او له هغه هېواده يې وغوښتل چې د زيانمنو کډوالو بېرته راستنېدوته پام او هغوی په جبري ډول ونه باسي او سويډن بايد د افغان کډوالو په بېرته راستنېدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې د ګډې اعلاميې او يا د افغانستان او سويډن له هوکړې ګټه واخلي نه له دواړو.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري په ۳۱مه يو افغان کډوال چې د افغانستان او سويډن د هوکړې خلاف هېواد ته راستون شوی و د کډوالو چارو وزارت له لورې بېرته هغه هېواد ته ولېږل شو.