د مهاجرينو چارو وزير د (IRC) موسسې له مرستيال سره  ليدنه وکړه

anwari_morr
Tue, Jan 31 2023 5:30 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقان ی د (IRC) موسسې له مرستيال عدنان جنيد سره  په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په  ليدنه کې  دواړو لوريو اړمنو او مستحقو کورنيو ته د ژمنيو مرستو په  وېش خبرې وکړې.

د مهاجرينو چارو وزير  د خيريه بنسټونو څخه مننه وکړه چې په سخت حالاتو کې يې د افغانستان له خلکو سره مرسته کړي.

هغه وويل، د شتمنو او د ټولنې د نورو وګړو وظيفه ده چې له اړمنوخلکو سره مرسته وکړي  او له اړو خلکو سره مرسته بايد سياسي نه وي.

حقان ی  زياته کړه چې  د  مهاجرينو چارو وزارت چمتو دی چې د سروې د شرايطو برابرولو او د مرستو د وېش په برخه کې له بنسټونو سره همکاري وکړي.

همدارنګه په سروې او د ومرستو په وېش کې د خلکو ديني، کلتوري او فرهنګي  دودونه په جلا توګه په پام کې ونيول شي او د بنسټونو ټولې چارې دې د مهاجرينو چارو وزارت سره په همغږۍ او شفافيت ترسره  شي.

د يادې موسسې اسيايي مرستيال وويل،موږ به  د سروې او د مرستو د وېش په برخه کې ياد شوي ټکي په پام کې ونيسو  او خپلو همکاريو ته به دوام ورکړو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS