د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته ترسره شوه

د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حق اني په مشرۍ ترسره شوه.
په پيل کې يوشمېر مرکزي رئيسانو د خپلو هغو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په تېرې ناستې کې ورته دنده سپارل شوې وه.
د مهاجرينو چارو وزير د وړاندې شوو راپورونو له اورېدو وروسته د ترسره شوو کړنو ستاينه وکړه او د مسؤلينو او کار کوونکو څخه يې مننه وکړه او د دقيقو اغېزمنو او چټکو اقداماتو په ترسره کولو يې ټينګار وکړ.
هغه چارواکي د خلکو خدمتګاران وبلل ويې ويل، هرکار مند او مسؤل د خلکو او هېوادوالو پروړاندې مسؤليت لري او بايد خپل مسؤليتونه په پوره صداقت، روڼتيا او امانتدارۍ سره ترسره کړي. همدارنګه په ناسته کې د وزارت د نورو برخو په کړنو هم خبرې وشوې او د غوره او ښو کړنو د ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.