د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل

anwari_morr
Wed, Jan 25 2023 12:48 AM
-

د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال ښاغلي مارتین ګریفتس، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رمیز الکبروپ، د پاملرنې موسسې عمومي مشرې سوفیا سپریچمن، د سیف دی چلډرن موسسې مشرې جانتي سوریپتو، د یونیسف موسسې مرستیالې عمر عبدي یې ملتیا کوله د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني سره د هغه د د کار په دفتر کې ناسته ترسره کړه

په دغه ناسته کې د بشري مرستو په پراختیا، کاري تګلاره او د رامنځته شوو ستونزو په اړه خبرې وشوې ښاغلي مارتین وویل: مونږ ژمن یو، چې د مرستو رسولو کې ددین او کلتور مخالفت ونکړو، مونږ د مرستو د بندولو اراده نلرو، خو د مېرمنو د کاربندیز سره کارونه ټکني شوي دي نوموړي زیاته کړه، سږکال د بشري مرستو په برخه کې د افغانستان لپاره ترټولو زیاته بودیجه په نظر کې نیول شوې ده او ددې لپاره باید د یوښه میکانیزم په رامنځته کولو کې په ګډه کار وکړو د مهاجرینو چارو وزیر نوموړي ته د هرکلي ترڅنګ له افغانانو سره ددوی د مرستو مننه وکړه او ویې ویل: مونږ د نظام یوه برخه یو او د نظام د اصولو مطابق د مرستو په رسولو کې هرډول همکارۍ ته چمتو یو، نړیوال باید بشري مرستې له شرطونو سره ونه تړي، ښاغلي حقاني له نوموړي وغوښتل، چې دلته حقایق وویني او نړۍ ته د افغانستان حقیقي تصویر وړاندې کړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS