د مهاجرينو چارو وزارت کې  د افغان مهاجرينو د څلور اړخيزې ناستې د پرېکړو په اړه  خبرې وشوې

sadam_morr
Thu, Jan 19 2023 12:46 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ په دغه وزارت کې  په ايران کې د افغان مهاجرينو د څلور اړخيزې ناستې د پرېکړو د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه.

څه موده وړاندې په ايران او پاکستان کې د افغان مهاجرينو د مدريرت د څرنګوالي په اړه د افغانستان، ايران، پاکستان او ملګرو متلونو د کډوالو ادارې څلور اړخيزه ناسته ترسره شوې وه، او پر ځینو مسايلو هوکړه شوې وه.

په دې ناسته کې چې پنجشبنه د مرغومي په ( ۲۹) مه ترسره شوه، د مهاجرينو چارو  وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د يادې څلور اړخيز ناستې د پرېکړه ليکونو په پلي کېدو او تعقيب ټينګار وکړ او د  يادو پرېکړه ليکونو عملي کول يې په ايران او پاکستان کې  د افغان مهاجرينو د وضعيت د ښه والي لپاره مهم وبلل.

Latest news

BACK TO NEWS