د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په کابل کې د ايران مرستيال سفير سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Sat, Dec 24 2022 12:34 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ايران مرستيال سفير سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې دواړو لوريو په تهران کې د افغان مهاجرينو د وضعيت په اړه د څلور اړخيزې ناستې د پايلو، هغوی ته د لا زياتو اسانتياو د برابرولو او د راتلونکي اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

مولوي راشد په دغه هېواد کې د افغان مهاجرينو د کوربتوب له امله مننه وکړه ويې ويل، ا. ا امارت له خپل ګاونډي او شريک دين  لرونکي د ايران د اسلامي جمهوريت څخه هيله کوي، چې په بېلابېلو برخو کې د مهاجرينو د ستونزو حل ته لا زياته پاملره وکړي.

هغه زياته کړه، په پام کې ده، چې په همدې موخه بايد دوه اړخيزه تخنيکي کمېټه جوړه شي او د مهاجرينو ستونزو ته د لومړيتوب  ورکولو په موخه کار وشي، ترڅو په راتلونکي کې يې د حل لپاره اقدم ترسره شي.

په کابل کې د ايران مرستيال سفير غلام رضا نجاري د يادو کمېټو جوړول ګټور وبلل او ډاډ يې وکړ،چې هېواد به يې د افغان مهاجرينو د ښه شرايطو د برابرولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS