د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د مهاجرينو اړوند څلور اړخيزې ناستې کې د ګډون په موخه ايران ته ولاړ

anwari_morr
Sat, Dec 10 2022 2:58 PM
-

 مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد  په ايران کې د افغان  مهاجرينو د وضعيت په اړه څلور اړخيزې ناستې کې د ګډون په موخه د دغه هېواد  پلازمېنې تهران ته ولاړ.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال شنبه د ليندۍ په (۱۹) مه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې يوې خبرې ناستې ته وويل، چې د دې سفر موخه د افغانستان د دولت استازيتوب دی.

هغه وويل، چې په ګاونډيو هېوادونوکې د مهاجرينو په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو کمول د مهاجرينو چارو وزارت او د ا. ا  امارت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او د ا. ا امارت له بريا تر اوسه په ټول هېواد کې امنيت دی، چې په همدې موخه به افغان مهاجرو ته هېواد ته د ستنېدو په اړه  هم خبرې وشوې.

د افغانستان، ايران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څلور اړخيزه ناسته به  د روانې ميلادي مياشتې په (۱۲) مه او (۱۳) مه د ايران په تهران ښارکې ترسره شي. په دې ناسته کې به په ايران او پاکستان کې د افغان مهاجرو  پر وضعيت خبرې  اترې وشې.

Latest news

BACK TO NEWS