د هېواد په ولايتونوکې له دوه زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د تخار، هلمند، ننګرهار، ارزګان او لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو د معلوماتو له مخې د ليندۍ په لومړۍ نېټه  (۲) زره او ( ۵۶۹) کورنيو سره  مرستې شوي.

د يادو کورنيو له ډلې  د (UNHCR) دفتر له لورې  په تخار کې ( ۸۰۰) کورنيو ته (۲۷۵) امريکايي ډالره، لغمان کې ( ۷۳۹) کورنيو ته (۷۰۰) امريکايي ډالره، هلمند کې ( ۸۶) کورنيو ته ( ۷۰۰) امريکايي ډالره، د (NRC) موسسې له لورې  په ارزګان کې د ( ۱۱۷) کورني له ډلې (۶) کورنيو ته (۳۸) زره او ( ۳۸۴) افغانۍ او د (UNHCR) دفتر له لورې ۱۱۱) کورنيو ته (۴۲۰) امريکايي ډالره او د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې (۲۱۳) کورنيو هرې کورنۍ  يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.