د هېواد په ولايتونوکې له دوه زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د تخار، هلمند، ننګرهار، ارزګان او لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو د معلوماتو له مخې د ليندۍ په لومړۍ نېټه (۲) زره او ( ۵۶۹) کورنيو سره مرستې شوي.
د يادو کورنيو له ډلې د (UNHCR) دفتر له لورې په تخار کې ( ۸۰۰) کورنيو ته (۲۷۵) امريکايي ډالره، لغمان کې ( ۷۳۹) کورنيو ته (۷۰۰) امريکايي ډالره، هلمند کې ( ۸۶) کورنيو ته ( ۷۰۰) امريکايي ډالره، د (NRC) موسسې له لورې په ارزګان کې د ( ۱۱۷) کورني له ډلې (۶) کورنيو ته (۳۸) زره او ( ۳۸۴) افغانۍ او د (UNHCR) دفتر له لورې ۱۱۱) کورنيو ته (۴۲۰) امريکايي ډالره او د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې (۲۱۳) کورنيو هرې کورنۍ يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.