د مهاجرينو چارو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Sun, Oct 30 2022 3:37 PM
--

د مهاجرينو چارو وزار ت اداري ناسته د  الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د لړم په (۸) ترسره  شوه.

د ناستې په پيل کې د مهاجرينو چارو وزير د تېر ناستې د پرېکړې او د هغه د تعقيب په اړه خبرې وکړې، په يادو مواردو کې يې  ترسره شوې کړنې يې واورېدې او پروخت د ګټورو  او دقيقو کړنو  يې ټينګار وکړ.

وروسته د اجنډا مطابق په ايران او پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرينو د ستونزو دحل او د هغه اړمنو کورنيو په اړه چې د مرستو غوښتنه يې کړې خبرې وشوې.

همدارنګه په ناسته کې د مهاجرينو په ښارګوټوکې د ځمکې د وېش د کړنلارې او د مهاجرت د پراخې قانوني پالېسۍ د تګلارې د چمتو کولو په اړه د اړوندو برخو د مسؤلينو له لورې معلومات وړاندې شول او په پای کې د ذکر شوو مواردو په اړه پرېکړه وشوه.

 

-

 

Latest news

BACK TO NEWS