مهاجرينو چارو وزارت کې د (UNHCR) د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لا ښه پلي کېدو په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
Tue, Sep 27 2022 12:43 PM
-
د مهاجرينوچارو وزارت او د ( (UNHCR د (PPA) ګډې پروژې د لا ښه پلي کېدو او همغږې کېدو په موخه د تلې په (۵) مه په دغه وزارت کې ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې ، چې د يوشمېر مرکزي رئيسانو او کار کوونکو په شتون کې ترسره شوه، د وزارت د پلان او پالېسۍ رئيس محمود الحق احدي د کړنو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د شته نيمګړتياوو يادونه يې وکړه، د کار ونو په زياتوالي او اړېکو په ښه والي يې ټينګار وکړ او د چارو د چټکتيا په موخه يې لازمې لارښوونې وکړې.
د (PPA) پروژې ارشد مدير انجينر محمد اجمل د مهاجرينوچارو وزارت او د ( (UNHCR د (PPA) پروژې د اهميت په اړه معلومات ورکړل او د پروژ په تطبيقي پلان کې يې د نوو شاخصونو يادونه وکړه.
همدارنګه انجينير عابد زهيرد پروژې پروخت پلي کېدو په اړه د مهاجرينو چارو وزير پېغام د ناستې ګډونوالو سره شريک کړ او ډاکټر فواد الحق او سيد جاويد هاشمي په خپل وار سره پروخت راپور ورکولو او د همغږۍ پر اهميت خبرې وکړې.
ناسته د ګډونوالو د سوالونو په ځوابولو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

BACK TO NEWS