د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وونیزه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Mon, Sep 26 2022 8:23 AM
------
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په مشرئ، ددغه وزارت د معینانو او رئیسانو وونیزه اداري ناسته ترسره شوه
په دغه ناسته کې د وزارت د اداراي کارونو د بهیر ترڅنګ په پاکستان او ایران کې د مهاجرینو اتشو او هلته میشتو مهاجرینو ته د خدماتو وړاندې کولو په پروسه خبرې وشوې
ښاغلي حقاني د مهاجرینو وزارت ته د ا.ا.ا. له لورې د ستاینلیک ورکولو مبارکي وویله، او زیاته یې کړه، "دا ستاسو د شپه او ورځ خدمت او زیار پایله وه، چې وزارت مو د حساب ورکونې په بهیر کې غوره مقام خپل کړ
نوموړي د ریاستونو ترمنځ په همغږئ او د کارونو په لا چټکتیا ټینګار وکړ او ټولو رئیسانو او آمرینو ته یې د تقوا، دیانتدارۍ او له ولس سره د ښه سلوک سپارښتنه وکړه

Latest news

BACK TO NEWS