کندهار کې ۲۷۳ بېځاشوو کورنيوسره مرسته وشوه
![ریاست امور مهاجرین ولایت کندهار 110 فامیل بیجا شده را مساعدت نمود](/sites/default/files/2019-04/ryast_amwr_mhajryn_wlayt_kndhar_110_famyl_byja_shdh_ra_msadt_nmwd.jpg)
د بېړنيو حالاتو دکمېټې او خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ (۲۷۳ ) بېځايه شوو کورنيوسره نغدي،خوراکي او غيرې موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د سېلابونو له امله زيانمې شوې وې او ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې شنبې په ورځ د وري په ۱۷مه د بېړحالاتو دکمټې له لورې ۶۹ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدې او دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې پاتې نورو کورنيو هرې کورنۍ ته دخوراکې او غيرې خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.