دامريکا دکډوالۍ برخې رئيسې کرې دنور دکډوالو چارو وزارت دپناه غوښتونکو چارو مرستيالې دخبرو اترو څخه دمننې ترڅنګ په هغه برخه کې دهمکاريو ډاډ ورکړ
![سیدحسین عالمی بلخی وزیر امور مهاجرین وعودت کنندگان در ملاقاتش با خانم کری دنوِر رئیس بخش مهاجرت سفارت امریکا(BPRM) در کابل بیان داشت که پیشبینی ها در این وزارت بیانگر آنست که با تحقق صلح در افغانستان، حدود دو میلیون مهاجر افغان از کشورهای میزبان بر خواهند گشت.](/sites/default/files/2019-04/ba_nhayy_shdn_mdhakrat_w_mhqq_shdn_slh_dr_afghanstan_yk_ktlh_zym_az_mhajryn_bh_kshwr_brgsht_my_nmayd.jpg)
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې د امريکا(BPRM) سفارت دکډوالۍ برخې له رئيسې اغلې کرې دنورسره په لېدنه کې وويل، دکډوالو چارو وزارت وړاندوينه ښايي چې په افغانستان کې دسولې له راتلوسره به شاوخوا ۲ ميليونه افغان کډوالو له کوربه هېوادونو راستانه شي.
دغه ليدنه چې د ترې يکشنبې په ورځ د وري په ۱۸مه دکډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت څرنګوالي پر سر خبرې اترې وشوې. دکډوالو وزير په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې دغه وزارت د کډوالو دمديريت پلان وروستی کړی او د امريکاسفارت ته يې وړانديز وکړ، چې د دومر لوی شمېر راستنېدونکو د ښه راغلاست لپاره دې ځانګړې بوديجه په پام کې ونيسي.
هغه د داخلي بېځايه شوو دمديريت په اړه وويل، چې دکډوالو چارو وزارت د ۲ ميليونه داخلي بېځايه شوو لپاره ۲۰ ميليونه افغانۍ په واک کې لري، چې د نړيوالو همکارانو مرستې ته اړتيا لري.
بلخي د امريکاسفارت څخه غوښتنه وکړه چې د دمرستو دښې وېشنې او روڼتيا په موخه دې دافغان حکومت له لورې ووېشل شي.