د هوکړه لیکنو د کمیټو ناسته ترسره شوه

د هوکړه لیکنو د کمیټو ناسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزارت د داخلي بې ځایه شویو رییس مولوي سردار محمد شیرزاد په ریاست ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د مرستې رسولو په مختلفو پروژو د نظر تبادله وشوه.
دغه پروژې به د مختلفو مرستندویه موسسو لخوا په غذایي، غیر غذایي، د کار او حرفې زده کړې، او د کاري فرصتونو په برابرلو کې د داخلي بې ځایه شویو او بيرته راستنېدونکو په برخه کې پلې شي.