د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د ترکیې هېواد له سفیر سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د روان کال د جوزا میاشتې په (٥) مه د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګینای سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې په ترکیه کې د افغان مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د خپلو خبرو په بهیر کې وویل: افغان مهاجرین په ترکیه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، او کوربه هېواد دې د هغوي د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.
په غونډه کې د ترکیې هېواد سفیر ښاغلي جهاد ارګینای وویل: ترکیه په اوس مهال کې د مختلفو هېوادو د ٦ میلیونه مهاجرینو کوربه ده، چې د دوی له ډلې ٦ سوه زره افغانان دي.
له ترکیې څخه د افغان مهاجرینو بېرته راستنېدل جبراً نه؛ بلکې په تجارتي او داوطلبانه پروازونو کې ترسره کېږي، او کوښښ به وشي چې د هغوی د بېرته راتللو مصارف ترکیه، او د هغوی انتقال دې افغاني هوایي شرکتونه ترسره کړي.