چين له افغانستان سره ۱۵ میليونه ډالره او درې ميليونه ډوزه کرونا ضد واکسين مرسته اعلان کړه
په کابل کې د چین سفير د مهاجرينو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني سره وليدل او له افغانستان سره يې د پنځلس ميليونه ډالرو سربېره درې ميليونه ډوزه د کرونا ضد واکسين مرسته اعلان کړه.
د چين سفیر ښاغلي وانګ يو د مهاجرينو وزارت سرپرست ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ وويل، چې هېواد يې له افغانستان سره بې قيد او شرطه مرستې او همکارۍ ته ژمن دی.
ښاغلي وانګ وويل، چې هېواد يې د افغانستان له نوي نظام سره هر ډول همکارۍ او مرستې ته چتمو او په دې لړ کې يې د پنځلس ميليونه ډالرو او درې ميليونه کرونا ضد واکسين مرستې ژمنه هم وکړه.
د چين سفير زياته کړه، چې په دغو پنځلس ميليونه ډالرو مرستو کې به يې پنځه ميليونه د ژمي جامي او کمپلې وي او لس ميليونه نور به يې خوراکي توکي وي، چې په لنډ وخت کې به د ژمي له رارسېدو مخکې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.
د مهاجرينو وزير ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني د چين د مرستو هرکلی او مننه وکړه او د چين سفير ته يې ډاډ ورکړ، چې دغه مرستې به ډېر ژر داخلي بې ځايه شوو او نورو اړمنو خلکو ته په شفاف ډول ورسيږي.
ښاغلي حقاني د مننې تر څنګ هيله وښوده، چې چين زموږ ګاونډی هېواد دی او دواړه دولتونه بايد تلپاتې دوستانه او په دوه اړخيز درناوي ولاړو اړيکو ته دوام ورکړي.