دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې عالي کمیشنر د کډوالو وزارت سر پرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
Tue, Sep 14 2021 8:05 AM
___________

دملګرو ملتونو دکډوالو اداري عالي کميشنر فلیپو ګراندي د وږي په٢٢مه کابل ته په یوه رسمي سفر راغی  او دکډواو او راستنېدونکو چارو وزارت سر پرست وزیر الحاجخلیل الرحمن حقاني سره یې لیدنه وکړه 

افغانستان ته دښاغلي ګراندي دسفر موخه  داخلي بېځایه شوو ته لاسرسی،هېوادته د راستنېدونکوافغان کډوالو دوضعیت او دیادې ادارې دفعالیتونو څېړنه  ده.
الحاج خلیل الرحمن حقاني د کابل په هوایي ډګر کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې لوړ پوړي چارواکي ته ښه راغلاست ووایه او دیادې ادارې څخه یې غوښتنه وکړه چې په هېوادکې د بېځایه شوواو اړمنوکورنیو د اړتیاوو د حل لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډه همغږۍ اوهمکارۍ خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
نوموړي همدارنګه دمرستو دوېش په روڼتیا ټینګار وکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS