د کاري پروسو د بیا ډیزاین په اړه ورکشاپ ترسره شو
دکاري پروسو دبیا ډیزاین په اړه ښونیزه برنامه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دکارمندانو ته د امریکاسفارت د اداري فساد سره دمبارزې (امانت)په همکارۍترسره شوه.
په یاده ناسته کې چې دڅېړنې ریاست په تخنيکي همکارۍ دڅلورو ورځو راهیسې ترسره کېږي دمدیریت په تغییر،دکار اسانه کولو او دیوتقنیني سند په اساس دادارې په فعالیتونو خبرې وشوې.
د وزارت د پالېسۍ او دپروګرامو نو دپلي کېدو مرستیال شېرعلم امله وال، پداسې حال کې چې ګډونوالو ته د وزارت اوامانت بنسټ لخوا چمتو شوي ستاینلیکونه ورکول، د داسې برنامو په ترسره کیدو خوښي څرګنده کړه چې د کارمندانو ودې اوپرمختګ او په اداره کې ډیر کار لامل کېږي خوښي څرګنده کړه او د ښوونیزو برنامو پردوام اوپلي کولو یې دګډونوالو له لورې ټینګار وکړ