تهران ته دپېژندپاڼو دوېش په موخه لېږل شوي دولتي پلاوي دایران پلازمېنې کې دپېژند پاڼو دوېش له مرکزونو څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
Sat, Jul 10 2021 6:48 AM
____________

دافغانستان دولت پلاوي چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ او پروګرامونو معین شېر علم امله وال په مشر ۍ دایران اسلامي جمهوریت ته یې سفر کړی په تهران کې د سلیمان خانۍ او ګل تپې کیمپونو کې دپېژند پاڼو دوېش له مرکزونو څخه لیدنه وکړه او افغان کډوالوته دپېژندپاڼو دوېش لړ یې وڅېړله.

په دغه لوړ پوړی دولتي پلاوی کې  دکډوالواو راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو معين شېر علم امله وال،بهرنیو چارو وزارت او احصایې ملي ادارې  عمومي رئيس احمد جاويد رسولي شتون درلود.

ياد پلاوي د دوشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۴مه  د پېژند پاڼو د وېش د مرکزونو د ليدلو وروسته په ايران کې د افغانستان سفير عبدالغفور لېوال سره ليدنه وکړه او په ایران کې دبرېښنایي پېژند پاڼو وېش د پروسې د مدیریت او د اړوندو څانګو تر مېنځ دهمغږیواو همکاریو په اړه خبرې وکړې اود غوره خدماتو چمتو کولواو د بریښنایي پېژنپاڼو دوېش او د هغې ننګونې او وړاندیز شوي حل لارې تر بحث لاندې ونیول وشوې.

په دغه ناسته کې دکډوالو وزارت دپالېسۍ او پروګرامونو معین اعلان وکړه چې کډوالو وزارت اواتشه دپېژندپاڼو دوېش او ددې پروسې دوضعیت دښه والي لپاره هر ډول همکاریوته چمتودی. ورپسې دپېژندپاڼودوېش دپلاوي رییس ژمنه وکړه،چې تخنیکي ستونزوته به ډېر ژر لاسرسی وشي ،ترڅو دپېژند پاڼو دوېش لړۍ ګړندۍ شي. همدارنګه هغه د وېش په پروسه کې د اړوندو څانګو پر غړو هم غږ وکړ چې د همغږيو په زیاتوالي سره ستونزې را کمې کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS