دپالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو مرستیال دملګرو ملتونو دپراختیایي تخنیکي برخې مسؤل سره لیدنه وکړه

sadam_morr
Thu, May 27 2021 10:40 AM
__________

 دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالیسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو معین شېر علم امله وال دغبرګولي په ٤مه دملګرو ملتونو دپراختیایي تخنیکي برخې دمسؤل ادواردسه مورریا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه

. په دغه لیدنه کې چې په کډوالو وزارت کې ترسره شوه دواړو خواوو دایران څخه دراستنېدونکو کډوالو او دهرات ولایت د داخلي بېځایه شوو دحرفوي زده کړو،راستنېدونکو ځوانانو ته دکارموندنې او دراستنېدونکو کورنیو داقتصادي وضعیت دښه والي په اړه خبرې وشوې

. ښاغلي امله وال د راستنېدنکو افغان کډوالو په کارموندنې ټینګار وکړه اودا کار یې دکډوالۍ په کموالي او دغیر قانوني کډوالۍ په مخنیوي کې مهم وباله. په پام کې ده چې ذکرشوې اداره دیوهوکړه لیک په اساس دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره دحرفوي زده کړو،راستنېدونکوافغان کډوالو ته د کار موندنې او د داخلي بېځایه شوو کډوالو دکورني اقتصاد دښه والي په برخه کې همکاري وکړي

وکړي

 

Latest news

BACK TO NEWS