د امريکا دولت د کډوالۍ برخه ادارې د کډوالو چارو وزارت د پلانونو نه خپل ملاتړ اعلان کړ
د امريکا د (PRM) دفتر مسؤلې ميرمن ايزو جکسون د ويډيو کنفرانس له لارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير نور الرحمن اخلاقي سره خبرې وکړې اوله هېواده بهر او په هېواد کې د داخلي بېځايه شوو خلکو په ګوته کولو او لاسرسي په برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د امريکا د کډوالۍ برخې لوړپوړي چارواکي د برنامو په پلي کولو کې دخپلې بشپړې همکارۍ اعلان وکړ، همدارنګه د داخلي بېځايه شوو تثبيت اوملاتړ،له سولې وروسته د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو مديرت لپاره چمتوالی او په پاکستان کې د افغانانو دشتون قانوني کول کوم چې د کډوالو وزير له خوا وړانديز شوي و.
ښاغلي اخلاقي د هېواد وضعيت حساس وګڼلو ويې ويل: په هېواد کې د سولې واقعيت او نه واقعيت د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د شمېر په زياتوالي اغېزه لري او کډوالو وزارت د دواړو سناريو لپاره پلان جوړ کړی دی، چې دملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له په همکارۍ به پلی شي.
اخلاقي د ولسمشرۍ ماڼۍ ۱۰۸ ګڼه فرمان پلي کېدو او مستحقو راستنېدونکو ته د ځمکې وېش په اړه پرمختګ ته هم اشار وکړه ويې ويل: يوازې د ځمکې وېش د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ستونزې نه شي راکمولی،ځکه اړمن دکورنو د جوړولو توان نه لري ښارونه ويجاړ پاتې کېږي او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو لپاره د مناسب کور جوړولو ودانيو ته بايد ډېره پاملرنه وشي. دواړو خواو د دقيقو احصائيو او معلوماتو پر اهميت ټيڼګار وکړ.