د ولسمشر سلاکار او دختيځو او سويلي ولايتونو د مدني ټولنو يوشمېر استازو د وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو معين سره وليدل

anwari_morr
Sun, Apr 11 2021 6:10 AM
___________
په ولسي چاروکې د ولسمشر سلاکار جاويد زمان غمشريک او دننګرهار، کونړ، لغمان،نورستان او خوست ولايت د مدني ټولنو يوشمېر استازو په بېلابېلو ناستوکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېيسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېر علم امله وال سره ليدنه وکړه او د کډوالو، راستنېدونکو او داخلي بېځايه شو وضعيت پورې اړوند مهمو موضوعاتويې خبرې وکړې. راغلو خلکو ښاغلي امله وال ته د نوې دندې مبارکي وويله او هغه يې د هېواد علمي کادر وباله او د ولسمشر څخه يې مننه وکړه چې د هېواد په دولتي ادارو کې عملي کادرونه په دندو ګماري،چې يو له دغو علمي کادرونو څخه استاد شېرعلم امله وال دی. د وزارت د پالېسۍ او پلي کېدو معين ژمنه وکړه چې د قانون په رڼا کې به کار وکړي او اړمنو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې به له روڼتيا څخه کار واخلي. ښاغلی امله وال په دې ورستيوکې د ولسمشر په حکم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو دمعين په توګه ټاکل شوی دی.

Latest news

BACK TO NEWS