د کډوالوچارو وزير د تخار والي سره په ليدنه کې په دغه ولايت کې د ژمنيو مرستو د وېش د همغږۍ له امله  په ښه توګه ياد شو

sadam_morr
Wed, Mar 17 2021 8:41 AM
___________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي سره په ليدنه کې د تخار والي عبدالله قرلق په دغه ولايت کې د ژمنيو مرستو د وېش د همغږۍ ستاينه وکړه او ويې ويل، چې ژمنۍ مرستې په وخت سره بېځايه شوو خلکو ته وېشل شوي دي.

د کډوالو وزير د برنامو يادونه وکړه او هغه برنامې چې تردې دمه ترسره شوي دي لکه: د وزارت پنځه کلنه ستراتېژي، د کډوالو هر اړخيزه پاليسي، ۷۴ زره کورنيو ته د ژمنيو مرستو وېش، د سروې ميکانيزم کې بدلون او د مرستو په وېشت کې شفافيت هغه مهمې برنامې دي چې په دې وروستيو کې وزارت د هغې له مخې کار کړی دی.

د تخار والي ښاغلي اخلاقي ته د مبارکۍ ويلو پرمهال په هېواد کې جنګونه او نا امني د خلکو د بېځايه کېدو او کډوالۍ اصلي لامل وباله. دهغه په وينا ددې زيان منونکو او جنګ ځپلو ډلو پاملرنه او اداره کول د کډوالو چارو وزارت لوی مسؤليت دی.

په دې ژمي کې، په تخار ولايت کې ۱۰۰۰ کورنۍ د ژمنيو مرستو د پوښښ لاندې راغلي، چې د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت له خوا تمويل کېږي.

 

Latest news

BACK TO NEWS