کډوالو وزير د ښه لاسرسي په موخه د چارواکو په زياتو هلو ځلو ټينګاروکړ
په هغه مراسموکې چې د کډوالو وزارت د مالي او اداري مرسيتال احمد ولي حکمي د مخښې او د هغه د هڅو د ستايلو په مخه جوړ شوي و د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د ښه لاسرسي په موخه د چارواکو په زياتو هلو ځلو ټيڼګار وکړ .
ښاغلي اخلاقي وويل: چې د چارواکو ډېرې هڅې به اړمنو ته د ښه پاملرنې لامل شي.هغه پخواني مالي او اداري مرستيال ته د بريا او هوساينې هيله وکړه اود نوموړي ترسر شوي کارونه يې وستايل او مننه يې ترې وکړه.
ښاغلي اخلاقي پېښو ته د رسېدو او اړمنو په برخه کې د چمتوالي خبر ورکړ او په دې برخه کې يې د وزارت نوي پلانونه اعلان کړل. هغه د وزارت تشکيلاتي اصلاحات د خپلو موخو سره د ادارې په سمون کې يو ښه ګام وباله ويې ويل: د ادارې جوړښت کې بدلونونه بايد د کډوالۍ سالمې پديدې لپاره ځواب ويونکي وي.
موږ هڅه کو چې هغه افغان کډوال چې له هېواد بهر ژوند کوي وپيژندل شي او د دوی حقوقي وضعيت مديريت شي.همدارنګه مو ږ په وزارت کې دکډوالو د معلوماتو د هر اړخيز مرکز په رامنځته کولو کار کوو چې د کډوالو، بېځايه شوو او راستنېدونکو په اړه کره شمېرې وړاندې کړو.
د ويلوده چې احمد ولي حکمي له اوو کلونو څخه د ډېرې مودې لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال په توګه دنده ترسره کړې او د مروغومي په ۷مه يې د وزارت مشرتابه او کارکوونکو سره مخښه وکړه.