د پناه غوښتونکو مرستيال هېواد ته د افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدو ټينګارکوي

anwari_morr
Tue, Dec 08 2020 9:14 AM
______________

د کډوالو د هغه کمپ د ليدنې پرمهال چې په کابل کې د ډنمارک هېواد له لورې جوړ شوی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د ډنمارک هېواد څخه د افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدو ټينګار وکړ.

دډنمارک هېواد د کډوالو اتشې پيتر په لومړي سر کې د ډنمارک هېواد څخه د افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدو پروسې او د دوی د بيا يوځای کېدو څرنګوالي  په اړه ښاغلي کاکړ ته  توضيحات ورکړ او د بيا يوځای کېدولپاره د برنامو پردوام، ظرفيت جوړونې او په دغه کمپ کې دوی ته د زده کړو او د دندې د زمينې برابرولو په اړه ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې کاکړ يو ځل بيا د افغان کډوالو لپاره د پام وړ مالي او رواني لګښتونو غوښتنه وکړه، چې د پناه اخيستو او مهاجرت په هيله يې مصرف کړي.

په پای کې د کډوالو او راستنېدونکو د وضعيت په اړه له خبرو وروسته د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د کډوالو دهغه کمپ څخه ليدنه وکړه چې د ډڼمارک هېواد له لورې جوړ شوی و.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS