د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي کمولو کمپاين د کډوالو چارو وزارت کې ترسره شو

anwari_morr
Tue, Dec 01 2020 8:18 AM
___________

د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي دنړيوالې اوونۍ په مناسبت دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي دکمولو په خاطر يو ورځنی کمپاين پيل کړ، چې پکې د بېځايه شوو ښځو وضعيت او په ادارو کې د دوی د وضعيت په اړه څېړنيز راپورونه وړاندې شول.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي په دې مراسموکې دخپلې وينا پرمهال د کډوالو په کمپونو او په لېرې پرتو ولايتونوکې د پوهاوي برنامو په پلي کولو ټينګار وکړويې ويل: زه هيله لرم، چې دا ډول پروګرامونه به سمبوليک نه وي او ګډونوال  بايد دښځو تاوتريخوالي په پروړاندې شعارونه عام کړي ترڅو دا عملي شي.

په دغه برنامه کې چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جندر آمريت او مشاوريت په همغږۍ جوړه شوې وې؛ دښځو پروړاندې دتاوتريخوالي کمولو په اړه انځورونه او رسمونه هم وړاندې شول.

 

Latest news

BACK TO NEWS