دپناه غوښتونکو مرستيال د راستنېدونکو پر دوامداره ادغام ټينګار وکړ

anwari_morr
Wed, Nov 25 2020 9:04 PM
______________

د کډوالو او راستنېدونکوچارووزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ   په کابل کې د شورا برنامې مسؤلې او د هبيتات دفتر سرپرستې اغلې غظيمه رويا سره په ناسته کې د راستنېدونکو پر دوامداره ادغام ټينګار وکړ.

دغه ناسته چې د ليندۍ په ۵مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه د هبيتات ادارې استازو د کډوالو وزارت سره دخپلو همکاريو په اړه د شورا برنامې په اډانه کې معلومات ورکړه ويې ويل: چې دغه برنامه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۸ ګڼه فرمان پر اساس ډيزان شوې  او موخه يې په هېواد کې د راستنېدونکو پر دوامداره ادغام ټينګار دی.

د دوی په وينا شورا په پام کې لري، چې په کابل او هرات کې د راستنېدونکو د استوګنې لپاره دوه ښارګوټي جوړه کړي، دغه کورونه دافغان حکومت ترنظر او څارنې لاندې جوړ شي او تمه کېږي چې د راتلونکي کال د جون په مياشت کې بشپړ شي. د شورا برنامې کې د راستنېدونکو د دوامداره ادغام لګښت د اروپايي ټولنې او ډنمارک له خوا ورکول کېږي چې ټولې ۳۲ ميليونه يورو کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS