د پناه غوښتونکو مرستيالې د ډنمارک سفارت دکډوالۍ برخې له مسؤل سره وليدل

sadam_morr
Wed, Jan 22 2020 1:31 PM
معین امور پناهندگان وزارت امور مهاجرین با مسئول بخش مهاجرت سفارت دانمارک دیدار کرد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکومرستيالې ډاکټرې عالمې په افغانستان کې د ډنمارک هېواد د کډوالۍ برخې د مسؤل سره په ډنمارک کې د افغان کډوالووضعيت ښه والي په اړه خبرې وکړې.

دغه ليدنه د مرغومي په ۳۰مه  دپناه غوښتونکو مرستيالې په کاري دفتر کې ترسره شوه او د ډنمارک هېواد دکډوالۍ برخې استازي په هغه هېواد کې د افغان کډولو د وضعيت په اړه د پناه غوښتونکو مرستيالې ته معلومات ورکړل.

ښاغلي پيتر په ډنمارک کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه وويل، د افغانستان دکډوالو چارو وزارت د هڅو په پايله کې د يو شمېر افغان ميرمنو ستونزې چې دوسيې يې نه دي منل شوي څېړنې روانې دي اوسمهال په ډنمارک کې ژوند کوي.  

همدارنګه د ډنمارک د کډوالۍ برخې په ډنمارک کې د مېشت افغان کډوالو وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل، او د کډوالو دويستلو په اړه وويل، چې د تېر کال په نسبت دکډوالو په ويستلوکې کموالی راغلی دی.

د کډوالو چارو  وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې د ډنمارک هېواد د همکاريو څخه مننه وکړه ،چې د سولې وروسته د داوطلبانه بېرته راستنېدونکو پلان وړاندې کول چې د افغان کډوالو لپاره يې په جبري راستنېدنه او دوامداره يوځای کېدل چمتوکوي.او د بې وزلو افغان کډوالو د دوسيو په منلو يې ټينکار وکړ.

 

 

 

 

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS