هرات کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيتسل شو

sadam_morr
Mon, Dec 09 2019 1:40 PM
222222

Bottom of Form

په دغه نندارتون کې د هرات ولايت د ټولنيزو چارو مرستيالې  اغلې مونسه حسن زاده، دراستنېدونکو د بيا يوځای کېدو رئيس رحمت الله حکيمي، دکډوالو چارو رئيس جاويد نادم او دهرات ولايت راستنېدونکو شتون درلود.

اغلې حسن زاده ددغه مراسمو د نندارتون د اهميت په اړه خبرې وکړې او دنندارتون پرانيسته يې وکړه. د هرات ولايت يو شېمر راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خپلې لاسي وړتياوې او مهارتونه د ليدونکو او  اخيستونکو د جلبولو لپاره وړاندې کړل.

مخکې هم د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو لپاره د لاسي صنايعو د بازار موندنې او دکار په برخه کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په مرسته د افغانستان په لويو بازارونوکې ترسره شوي و.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې د بازار موندنې، لاسي صنايعودپلورلو،دندو پيداکولو او په هېواد کې د دايمي ځاي په پرځای کولو  مرکزونو ته لومړيتوب ورکړي.

Latest news

BACK TO NEWS