پناه غوښتونکو مرسيتالې دافغان کډوالو وضعيت څېړولو په موخه ډنمارک ته سفر وکړ

sadam_morr
Sat, Nov 16 2019 3:37 PM
54

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرسيتالې ډاکټرې عالمه  د يو پلاوي سره ډنمارک هېواد ته سفر کړی او د افغان کډوالو وضعيت د ښه والي په موخه يې بېلابېلو بنسټونو سره ليدلي او د ښه والي غوښتنه يې کړې. 

افغان پلاوي د ډنمارک هېواد د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ له مسولينو سره په ليدنه کې د مرستو د دوام او په ځانګړې توګه د ډيپورت شوو افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه کړې.

د المان هېواد د بهرنيو چارو وزارت د پالېسۍ رئيس ښاغلي اشتفان شوينه من افغان پلاوي ته ښه راغلاست ووايه ويې ويل، په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته تيار دی او ډنمکار هېواد د افغان دولت او د افغانستان دخلکو ملاتړی و او د ۱۸ کال په اخرکې د لاسته راوړنو ملاړيې کړی.

افغان پلاوي  په کپنهاګ ښار کې بله ناسته د DRC موسسې له مسؤلينو سره لرله او د همکاريو په زياتوالي يې خبرې اترې وکړې.

د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ديادې موسسې د همکاريونه مننه وکړه چې په اروپا کې يې د افغان کډوالو لپاره په لاره اچولی و او د DRC څخه يې غوښتنه وکړه،چې د حرفوي زده کړو ترڅنګ دې ورته برنامې د افغان حکومت ترمشرۍ لاندې  په لاره واچوي.

په ورته وخت کې د کډوالو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستيالې او ورسره پلاوي په کوپنهاګن کې د GIZ  چارواکو سره وکتلا او د ديپورت شوو د پالېسۍ د بشپړولو او GIZ په رامنځ ته کولو کې د افغانستان حکومت سره خبرې وکړي

همدارنګه  د يادې موسسې استازو وويل، چې دکډوالو چارو وزارت به دنړيوال تړون په اساس د ژمنو په پلي کولو کې د (Goble Migration Compact ) سره همکاري وکړي.

 

Latest news

Wed, Jun 09 2021 12:15 PM
Background image

Deputy Minister Kakar exchanged with Belgian Ambassador

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, met with Belgian Ambassador Mr. Philippe Bronchain on 08 June 2021.

Both sides valued the partnerships between Afghanistan and. . .

Tue, Jun 08 2021 2:12 PM
Background image

Deputy Minister Kakar meets with IOM Country Director in Ankara

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, who visited the Republic of Turkey as the head of a governmental delegation, talked with leaders of international organizations and. . .

Mon, Jun 07 2021 12:00 PM
Background image

Deputy Minister Kakar met with Country Director UNHCR in Ankara

The Afghan delegation, led by Wafiullah Kakar (Deputy Minister for Refugee Affairs), exchanged with the Country Director of the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR). . .

BACK TO NEWS