يونان کې د افغانستان سفير د کډوالو وضعيت په اړه کډوالو چارو وزير ته معلومات ورکړل

sadam_morr
Sun, Nov 10 2019 3:24 PM
سفیر افغانستان در یونان از بهبود وضعیت مهاجرین به وزیر امور مهاجرین معلومات داد
په يونان کې دافغانستان سفير ميرويس صمدي د لړم په ۱۹مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سره په ليدنه کې دافغان کډوالو دوضعيت، ديونان دنوي حکومت د نرم سياست، د سفارت او په اتن کې دکډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت اتشې د کړنو په اړه هغه ته معلومات ورکړل. د نوموړي دمعلوماتو په اساس سفارت او دکډوالو چارو وزارت اتشه دافغان کډوالو د وضعيت د ښه وا لي په موخه هڅې کړي او د کډوالو وضعيت يې د يونان نوي حلکومت ته واضع کړی او دهغه په شتون کې يې په کمپونوکې د کډوالو ستونزې څارلي، چې د يادو هڅو په نتيجه کې د يونان حکومت کډوالو له جزايرو څخه ښار ته لېږلي او دهغه هېواد دکډوالو استازو دافغانستان سفارت سره ژمنه وکړه چې د زياتوافغان کډوالو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو دوسيه مني او د دوسيو دڅارنې دوام چې مخکې يې ډېروخت په برکې نيو ګړندی کړي. هغه زياته کړه چې يونان ژمنه کوي هغه افغان کډولو چې په ازاده هواکې ژوند کوي مخکې له ژمي به يې ښارونو او هوټولونوته وليږي او لېوال دي چې په کمپونو کې د افغان کډوالو ستونزې وڅاري. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په يونان کې دافغانستان سفارت هڅې وستايلې ويې ويل، چې دملګرو ملتونو په کلنۍ ناسته کې يې د ادارو د مسؤولينو څخه غوښتي چې دافغان کډوالو وضعيت ته په ترانزيتي هېوادونولکه، يونان، ترکيې او اندونيزيا کې ډېره پاملرنه وکړي.

Latest news

Wed, Jun 09 2021 12:15 PM
Background image

Deputy Minister Kakar exchanged with Belgian Ambassador

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, met with Belgian Ambassador Mr. Philippe Bronchain on 08 June 2021.

Both sides valued the partnerships between Afghanistan and. . .

Tue, Jun 08 2021 2:12 PM
Background image

Deputy Minister Kakar meets with IOM Country Director in Ankara

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, who visited the Republic of Turkey as the head of a governmental delegation, talked with leaders of international organizations and. . .

Mon, Jun 07 2021 12:00 PM
Background image

Deputy Minister Kakar met with Country Director UNHCR in Ankara

The Afghan delegation, led by Wafiullah Kakar (Deputy Minister for Refugee Affairs), exchanged with the Country Director of the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR). . .

BACK TO NEWS