موسسې بايد بځايه شو سره  خپلواصلي سيموته د ستنېدو او دايمي ځای په ځای کولو کې برخه واخلي

sadam_morr
Sat, Oct 19 2019 11:36 AM
موسسات باید در برگشت و استقرار دایمی بیجاشدگان به محلات اصلی شان سهیم شوند

دا خبره د کډوالو او ارستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په هرات کې دنړيوالو مرستندويه ادارو له مسئوليونو سره په يوه ناسته کې وکړه.

هغه ناسته کې چې د نړيوالو مرستندويه ادارو  دفعاليتونو د ارزونې لپاره د تلې په ۲۵مه په هرات ولايت کې جوړه شوې وه، کډوالو چارو وزير وويل، د بېځايه شوو او راستنو شوو خپلو اصلي سيمو ته په خپله خوښه او درناوي سره ستنېدل افغان حکومت خپل لومړيتوب کې ګرځولی دی. هغه په هرات ولايت کې دمرستندويه ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې  بځايه شو سره  خپلواصلي سيموته د ستنېدو، دايمي ځای په ځای کولواو کاري فرصتونو برابرولو  کې وزارت سره همکاري وکړي تر څو د بياځلې کډوالۍ څخه مخنيوی وشي.

همدارنګه په هرات کې د مرستنديه ادارو څخه يې  د رياست سره د معلوماتو دشريکولو او همغږۍ غوښتنه وکړه

عالمي بلخي يادونه وکړه، چې تېرکال تر ټولو زيات بېځايه شوي په هرات ولايت کې و،چې د کډوالو چارو وزارت په هڅو د مرستندويه ادارو سره په ګډه همغږۍ وتوانېدل چې موضوع مديريت کړي، چې له يولورې بېځايه شوو ته رسيده ګي وشوه او انساني ناورين رامنځ ته نه شو او له بل لوري کوربه ټولنې تر فشار لاندې رانغلې.

وزير زياته کړه،چې په ژمي کې يې ۹۵ بېځايه شوې کورنۍ دمرستو په موخه د نظر لاندې نيولي چې ۲۵ زره يې دافغانستان دولت او ۴۵ زرو سره يې  د مرستندويه ادارو له لورې مرستې کېږي. په ناسته کې د مرستندويه ادارو استازو کډوالو چارو وزير ته د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او د وزارت سره يې د همکارۍ او همغږيو ډاډ ورکړ.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو دمرستو دهمغږۍ دفتر ( اوچا) وويل، د لاسليک شوي هوکړه ليک په اساس اړينه ده، چې دنړيوالو بنسټونو او دولت له خوا په ګډه د اړمنو کورنيو سروې ترسره شوي او هغه کورنيوسره  چې مرستې ترسره کېږي معلومات يې د دولت سره شريک کړي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS