دکډوالو چارو وزير د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په کلنۍ ناسته کې د افغانستانن په استازيتوب ګډون وکړ

sadam_morr
Tue, Oct 08 2019 10:07 AM
وزیر امور مهاجرین به نمایندگی از افغانستان در نشست سالانه کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان اشتراک کرد

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د يو پلاوي په مشرۍ د افغانستان دولت په استازيتوب  د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په ۷۰ مه کلنۍ ناسته  ( اکسکام ناسته) کې ګډون وکړ

هغه د تلې مياشتې په ۱۵مه   د سويس جنوا ښار کې په عمومي نسته کې ګډون وکړ، چې د کډوالو چارو وزارت يو شمېر ريسانو او په هغه هېواد کې افغان سفير يې ملتيا کوله.

د  UNHCRکلنۍ ناستې د مالي کال په پای کې په ټوله نړۍ کې ددې ادارې چارواکواو د هغو دولتونو استازو شتون کې  چې دغه اداره وسره همکارۍ لرې تر سره کېږي، دغه ناسته کې په ټوله نړۍ کې ددغې ادارې د کړنو راپور وړاندې کېږي او د راتلونکي کال لپاره د همکارو دولتونو سره نوي پروګرامونه طرحه کېږي.

په پام کې ده چې د کډوالو چارو وزير په دغه ناسته کې په خحپلو خبرو کې د کډوالو ، بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د ددې وزارت د ملاتړ په اړه څرګندونې وکړې او د کډوالو د مديريت په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې د همکارۍ غوښتونکی شي.

Latest news

BACK TO NEWS