د مهاجرینو چارو وزیر د فراه له والي سره وکتل

anwari_morr
Sat, Nov 21 2026 3:12 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د فراه له والي محترم ملا محمد حافظ مجاهد سره وکتل.
په پیل کې محترم ملامحمد حافظ مجاهد په فراه کې د پراختیایي چارو او یاد ولایت ته د ورستنو شویو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په فراه کې سیمه‌ییز مسوولین د ګڼو ستونزو پر حل توانېدلي او هڅې کوي، چې راستنو شویو ته پر وخت اړین خدمتونه وړاندې کړي.
ښاغلي مجاهد په فراه کې د راستنو شویو لپاره په ځانګړو شویو ښارګوټو کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د بشپړېدو یادونه وکړه او وړاندیز یې وکړ، چې له بېوزلو راستنو شویو سره دې د کورونو په جوړولو کې مرسته وشي.
نوموړي په فراه کې د مهاجرینو چارو ته د رسېدنې او غوره خدمت په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د فراه والي ته ښه راغلاست وویل او د اسلامي نظام په راتګ کې یې د هغوی قرباني او هڅې وستایلې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې په اسلامي نظام کې مسوولین د اهلیت او وړتیا پر بنسټ ګومارل کېږي او له نیکه‌مرغه په امارتي ادارو کې وړ کسانو ته د خدمت زمینه چمتو شوې ده. هغه خوښي څرګنده کړه، چې چارواکي د شریعت په رڼا کې خپلې دندې مخکې وړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د راستنو شویو ستونزو ته رسېدنه او پر وخت د هغوی لاس نیوی د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او یادونه یې وکړه، چې پر امارتي مرستو سربېره، خیریه بنسټونه به په فراه کې له اړمنو سره مرستو ته وهڅوي.

 

Latest news

BACK TO NEWS