د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د اچین ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

anwari_morr
Tue, Oct 06 2026 9:38 AM
-

 له اچین څخه راغلو قومي مشرانو او مخورو، د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس په ليدنو خوښي څرګنده کړه او د کډوالو چارو د محترم وزیر له همکاریو یې مننه وکړه.
 په دغه ناسته کې چې د ولس پر وړاندېزونو خبرې وشوې، حاضرو قومي مخورو په اچین کې ولس ته د ځینو اسانتیاو د چموتو کولو غوښتنه وکړه او یادونه شوه، چې اسلامي امارت دې په اچین کې د راستنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
د ناستې پر دوام راغلو قومي مشرانو او مخورو د اړمنو د لاس نیوي او د اچین د اداري واحد د پراختیا په برخه کې خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.

محترم مولوي عبدالکبیر له اچین څخه راغلو قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د ولس د شرعي حق ملاتړ کوي او حکومت هڅه کوي څو د ولس د مشورو پر بنسټ خپلې چارې مخکې بوځي.
محترم وزیر د اړمنو لاس نیوی د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د اچین ولسوالۍ د ولس وړاندېزونو ته د رسیدنې هڅه وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS