د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
Sat, Oct 03 2026 2:38 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د مسوولینو لخوا اړمنو او راستنو شویو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شول.
 ښاغلي بنوري د یاد ریاست مسوولینو او کارکوونکو ته په سمه توګه د دندو ترسره کولو، چارو ښه والي او اداري اصولو پلي کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې راستنو شویو او اړمنو ته د اسلامي امارت له اصولو سره سم پر چټکو او غوره خدمتونو وړاندې کولو او د نیمګړتیاوو له منځه وړلو ټینګار وشو.

Latest news

BACK TO NEWS