په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

anwari_morr
Sat, Aug 01 2026 3:17 PM

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له لوري په غیرانساني ډول سوځول شوي وو.
دغه قربانیان د بلخ، پروان او ننګرهار اوسېدونکي وو، چې یوه پاکستاني د شخصي دښمنۍ له مخې د هغوی موټر ته اور واچاوه او درې واړه په کې په شهادت ورسېدل.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د جسدونو لېږد لپاره د کابل په هوايي ډګر کې درې امبولانسونه تنظیم کړي وو، چې د عصمت الله په نوم کس جسد یې د بلخ شولګرې ولسوالۍ ته، د فضل امین په نوم کس جسد یې د کابل ښار ۱۲مې ناحیې ته او د امجد ساپي په نوم کس جسد یې پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ ته ولېږداوه.
د افغانستان مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي او د افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدنې او د ستونزو پر وخت د ملاتړ په برخه کې د نړۍوالې ټولنې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

Latest news

BACK TO NEWS