په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

anwari_morr
Thu, May 14 2026 8:19 AM
-

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ او لغمان کې ۱۴ زره او ۶۹۹ تنو بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو ته د غیرغذايي کڅوړو او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې مصرفېږي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ژمن دی، چې د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ له کډوالو او اړمنو کورنیو څخه خپل ملاتړ ته په راڼه ډول دوام ورکړي.

Latest news

BACK TO NEWS