په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

anwari_morr
Sat, Apr 11 2026 3:45 PM
_

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو څخه د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو ستونزو کمولو په موخه، د توحید موسسې په همکارۍ د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري په راتلونکو څو ورځو کې په راڼه او منظم ډول وېشل کېږي.
د یادونې ده، چې یاد بنسټ مخکې له ۲ زرو کډوالو کورنیو سره مرسته کړې او ټاکلې ده، چې په راتلونکي کې به په هېواد کې له زرګونو کورنیو سره ورته مرستې دوام ولري.
دغه اقدام په هېواد کې د مهاجرو کورنیو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د اسلامي امارت او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوامداره او بشردوستانه هڅو څخه دي.

Latest news

BACK TO NEWS