د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د ګجر مجاهدینو د ډلګیو له مشرانو سره وکتل.

sadam_morr
Thu, Dec 11 2025 9:49 AM
_

په دې ناسته کې حاضرو ډلګیو مشرانو او مجاهدینو د اسلامي نظام په لیکو کې خدمت ویاړ وباله او ویې ویل، چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې به د افغانستان خدمت کوي.
دغو مجاهدینو بغلان ته د ورستنو شویو هېوادوالو پر اړتیاوو خبرې وکړې او د کډوالو په سیمه کې یې پاکو اوبو ته د لاس رسي وړاندیز شریک کړ او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت اړونده ادارې دې د کاري فرصتونو په موخه په بغلان کې ځينې پراختیايي چارې پیل کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر یادو ډلګیو مشرانو ته ښه راغلاست وویل او د اسلامي نظام په ساتنه کې یې د مجاهدینو او ولس د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې په بغلان کې د راستنو شویو د ستونزو حل ته به توجه وشي او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو لپاره اړتیا وړ امکانات ځانګړي کړي دي.

Latest news

BACK TO NEWS